پکتيکاوال: حکومت او پانګوال بايد په پکتيکا کې اساسي کارونو ته مخه کړي

89
د کتلو شمېره

پکتيکاوال وايي، که حکومتي مسوولين او شتمن خلک لاس په کار شي د هېواد په کچه به د اقتصاد په ډګر کې انقلاب رامنځته کړي.
دوی وايي، ډېری داسې ولايتونه شته چې تر ډېره د لويو فابريکو لپاره امکانات لري، خو مسوولينو او شتمنو له پامه غورځولي چې دې چارې د هېواد پر اقتصادي وضعيت منفي سيوری غوړولی.
د ياد ولايت وګړي ټينګار کوي چې دې برخې ته بايد ځانګړې پاملرنه وشي، ځکه چې له يوه اړخه به د خلکو د غربت ګراف ورسره راښکته شي بلخوا به هېواد په اقتصادي ډګر کې له نړۍوالو سره د سيالۍ ډګر ته ور ټوپ کړي.
پکتیکاوال په داسې حال کې له حکومت او پانګوالو څخه په دې ولایت کې د فابريکو د جوړېدو غوښتنه کوي، چې تر اوسه د پکتیکا ولایت په مرکز او ولسواليو کې چا فابريکو ته زړه نه دی ښه کړی.
د ياد ولایت مرکز ښرنې اوسېدونکی حميدالله وایي، چې د تېر جمهوري دولت پر مهال پکتیکا په حکومت کې لوړ پوړي چارواکي لرل ددې پر ځای چې پکتيکا ته کار وکړي اساسي کارونه وکړي، دوی د يو بل پښې وهلې نو په همدې اساس پکتيکا د وروسته پاتې ولايتونو په نوملړ کې ځانته ځای غوره کړی.
هغه وایي، اوس چې ا.ا واک ته رسېدلی ښه هماهنګي او يووالی پکې رامنځته شوی، نو په کار ده چې له تېر زده کړه وکړو او راتلونکي ته کار وکړو، ترڅو پکتيکا په پښو ودرېږي د ملي سوداګرو پاملرنه هم په اسانۍ راجلب کېدای شي.
نوموړی وايي: (( تېر دولت خو څه نه وکړل، اوسني مسوولېن دې زموږ دا غوښتنه ومني او د بې روزګاري د مخنيوي په موخه دې پکتیکا کې فابريکې جوړې شي، تر څو د بېروزګارۍ کچه ښکته او د خلکو اقتصاد پیاوړتيا وړکړي.))
په دې اړه د یوسف خېل ولسوالۍ اوسېدونکی مياخان هم وایي، چې حکومت او پانګوال دې د پکتیکا د اوسېدونکو لپاره د فابریکو د جوړولو لپاره پاملرنه وکړي، ځکه چې له فابريکو جوړېدو سره به د بې روزګارۍ د مخنيوي تر څنګ پکتیکا یو هغه ولایت وشمېرل شي، چې تر زیاته بریده به خپل توکي توليدوي.
هغه وایي، که فابريکه جوړه شي، په اسانۍ سره به د خلکو لپاره کاري فرصت برابر شي، خو که فابريکه جوړه نه شي، د بې روزګاره خلکو کچه ممکن له دې هم پسې لوړه شي.
د نوموړي په خبره: (( زموږ پخوانيو واکمنو څه نه دي کړي، خو اوس وخت رارسېدلی په ټول هېواد کې امن دی او د دې تر څنګ دې هغه امکانات چې پکتيکا يې لري د هغې په تناسب د فابريکې جوړې شي، چې ور سره به د شيانو بیې هم ټيټي وي او خلکو ته به کار هم پیدا شي.))
د پکتیکا ولایت يو تن قومي مخور اسلم وایي، په دې اړه یې څو ځله له يو شمېر هغو پکتیکاوالو سره ناستې تر سره کړې، چې هغوی ښې سرمایې درلودې، خو هر ځل ورته منفي جواب ورکړل شوی دی او نن هم پکتیکا په کومه برخه کې فابریکه نه لري.
د نوموړي په خبره، اوس امنیت هغه بهانه ده، چې پانګوال یې نه شي کولی، ځکه چې په ټول هیواد باندې يو ډول امن خور دی او هر څوک کولی شې په هر ځای کې کار وکړي، نو غوښتنه مو داده، چې پانګوال دې د نورو ځایونو تر څنګ پکتیکا هم په نظر کې ونيسي او په دې برخه کې دې دلته هم پانګونه تر سره کړي.
هغه زیاتوي: (( زموږ خپل ښه تجاران او سرمايدار خلک شته، خو زه نه پوهېږم چې ولې دا خلک په خپل ولایت کې خپلو خلکو ته د خدمت له کولو څخه بې زاره دي، غږ ورباندې کوم، چې لومړی مسؤلیت مو په دې ولایت کې د کاري زمینه سازي دی، نو راشئ او دلته د فابریکو په جوړولو باندې پیل وکړئ، باور لرم چې ښه نتيجه به ولري.))
اسلم د پانګوالو تر څنګ په مسوولينو هم غږ کوي، چې د دولت له بودجې او يا هم پانګوال دې دې ته وهڅول شي، چې د پکتیکا ولایت لپاره په څو بیلابیلو برخو کې د فابریکو په جوړولو باندې خپلې سرمایه ګوزارۍ وکړي، چې په پایله کې به یې پکتیکا یو روښانه راتلونکی ولري.
د دې ولايت يو شمير اوسېدونکي دا هم وایې، چې که فابریکې نه جوړېږي، د دوی لپاره دې د سرمایدارانو له لورې په داسې کارونو فکر وکړل شي، چې د دوی په زحمت او د سوداګرو په پیسو سره په ګډه کاري فرصتونه برابر شي.
غلام محمد چې په ښرنه کې دوکان لري وایې، چې که د لویو سرمایدارانو له لورې په پکتیکا کې د خلکو لپاره وړې کاري اسانتیاوي را منخ ته شي، په ګډه سره به د دوی دا وړې کاري اسانتیا وي په لویو بدلېږي او ګټه به یې تول هيواد ته رسېږي.
.هغه زیاتوي: ((ښاروالۍ ریاست په ښرنه ښار کې کوچينۍ غرفې جوړې کړې، چې په لسګونه ځوانانو ته کاري فرصت ور سره را منځ ته شو، که سرمایداران هم په دې ډول یو نه يو څه را منځ ته کړي، لرې نه ده، چې په پکتیکا کې به د خلکو لپاره خورا اسانتیا رامنځ ته شوې وي.))
يو بل ځوان عني هم ورته څرګندوني کوي او وایې، چې که د بې سرپرسته ميرمنو لپاره د خياطي سيستم جوړ شي او د ځوانانو لپاره دې ته ورته نور کارونه برابر شي، يو طرف به د سرمایدارانو لپاره کاري بشري انرژي څو چنده زیاته شي او له بل لوری به بې روزګاره خلک په کوچينيو کارونو کې بوخت کړل شي.
هغه وایې: (( بې سرپرسته مېرمنو ته که د خياطۍ ماشینونه ورکړل شي، هغوی به خياطي کوي او په نتيجه کې به د هغوی ورځنی ژوند راحته وي او د سوداګرو لپاره به د نوي کاروبار يو ډول وي.))
د يادونې وړ ده، چې پکتیکاوال په داسې حال کې له حکومت او شتمنو څخه د فابریکو او اساسي کاروبارونو د جوړېدو غوښتنه کوي، چې په دې ولایت کې د کار او ټولنيزو چارو ریاست له لوري بېلابېلې برنامې په لاره لوېدلې دي، چې د مرکز تر څنګ به د حرفوي زده کړو لړۍ تر ارګون، کټواز او وازېخوا خوا ولسواليو هم وغځول شي.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي