د هوا پېژندنې ادارې په يوه خپاره کړې خبرپاڼه ويلي، د هېواد په ۷ ولایتونو کې د چټکو بارانونو، سېلابونو، تېزو بادونو او دوړو اټکل شوی دی.
یادې ادارې سیندونو ته نږدې کورنیو ته خبرداری ورکړی، چې د بارانونو او سېلابونو پرمهال خپل لومړني احتياطي تدابير ونيسي.
ياده اداره وایي، چې نن پنجشنبه په نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، پکتيا، پکتيکا او خوست ولایتونو کې د بارانونو، سېلابونو او تېزو بادونو د پېښېدو اټکل شوی دی.
د يادولو وړ ده، چې په دې وروستیو میاشتو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د طبعي پېښو له امله ګڼ شمېر خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي.
تبصرې 0