چارواکي: فارياب کې تاريخ تېر توکي سوځول شوي

103
د کتلو شمېره

د فاریاب ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې نږدې ۵ ټنه بې کیفیته خوراکي او غیر خوراکي توکي سوځول شوي دي.
د یاد ولایت اوسېدونکي د صنعت او سوداګرۍ ریاست له دغه کاره خوښي ښيي او غوښتنه کوي، چې په بازار خپل کنترول زیات کړي، تر څو د تاریخ تېرو او بې کيفيته توکو د پلور مخه ونیول شي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې تر تاريخ تېر او بې کيفيته توکي د مسوولينو له لوري سوځول شوي، چې د خلکو له تود هرکلي سره مخ شوي.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي