تېره ورځ د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې د هلمند بست پنبې او نباتي غوړیو امارتي شرکت د هلمند ولایت مقام په همکارۍ یو ځل بیا په فعالیت پیل وکړ.
دې مراسمو کې د مالیې وزیر ملا عبدالناصر آخند، د معدن او پطرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري، داقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف، د چارو ادارې لوی ريیس شیخ نورالحق انور، هلمند والي الحاج مولوي عبدالرحمن مسلم کندوزي،مرستیال والي الحاج مولوي محمدنبي حماس، امنیه قوماندان الحاج مولوي عبدالحکیم مبارک ،داستخباراتو رئیس الحاج ناظم ،د مرافعه،ښاري او نظامي محکمې رئیس،د علماوو شورا شیخ،د ریاستونو رئیس،د پوهنتونونو او مدرسو استادانو،تجارانو او په سلګونه عامو وګړو برخه لرل.
د هلمند بست پنبې او نباتي غوړیو شرکت څه باندي ۵۶ کاله وړاندي د محمدظاهرشاه د واکمنۍ پر مهال تاسیس سوې چې د وخت جنګي حالاتو کې په پوره توګه له فعالیت څخه لویدلې وه چې د افغانستان د نوي حکومت په بیا راتګ سره یاد شرکت یو ځل بیا له سره ورغول سو او تېره ورځ یې رسما په فعالیت پیل وکړ.
په دې موخه جوړ سوو مراسمو کې د اقتصاد وزیر په خپلو خبرو کې د دې ستري فابریکې د بیافعالیت مبارکې هېواد والو ته وړاندي کړه.
د هلمند علماوو شورا په استازیتوب شیخ الحدیث مفتي شریف الله ابو احمد په خپلو خبرو کې پر تجارانو ږغ وکړ چي دې هیواد کي دي پانګونه وکړي تر څو زموږ د هېواد وګړي اړ نسي چې د کار په لټه بهرنیو هیوادونو ته تګ وکړي.
نوموړي زیاته کړه څوکاله وړاندي به د بې ګناه خلګو په فاتحو کې سره راغونډېدلو خو اوس الحمد لله په هېواد کې د پرمختګ پروژو د پیل او ګټي اخیستني مراسمو کې سره یوځای کېږو.
د هلمند د صنعتکارانو اتحادیې مسوول حاجي رحمت الله وویل هلمند یو زراعتي ولایت دی او په دې ولایت کې زیات خلک د زراعت په چارو بوخت دي؛ ده له مسوولینو څخه غوښتنه وکړه چې د هلمند ولایت ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د پنبې، غنمو، جوارو او داسې نورو کرنیزو توکو په صنعتي وده کې زموږ له تجارانو سره همکاري وکړي، تر څو موږ وتوانېږو چې د هلمند د کروندګرو حاصلات په ښه وخت او ښه قېمت ځني رانیسو.
نوموړي د خپلو خبرو پر مهال وویل چي دا مهال هلمند ولایت کي اویا ۷۰ بېلابېلي فابریکې شتون لري چې په نورمال ډول خپل فعالیت کوي: ده زیاته کړه چې هڅه کوو تر څو خلکو ته نور هم د کار زمینه مساعده کړو.
د ده په خبره چې موږ لا هم هڅه کوو تر څو دغه ولایت کې د تار او ټوکر فابریکې پرانیزو تر څو وکولای سو چې د هلمند صادرات د خپل هېواد سره سره نورو هېوادونو ته هم انتقال سي.
د چارو ادارې لوی رئیس شیخ مولوي نورالحق انور وویل: دا د افغانستان لپاره ډېر د خوښۍ ځای دی چي د کلونو وروسته بست فابریکې یو ځل بیا خپل فعالیت پیل کړ :ده زیاته کړه چي د اسلامي امارت مشرتابه او مسؤلین تل هڅه کوي چي د عمل په بڼه ولسونو ته خدمات وړاندي کړي.
خبريال: عبدالله حقمل
د ده په وینا چي د اسلامي امارت مسؤلین ولسونو ته کار کول خپل مسؤلیت بولي تر څو د دغه هېواد وګړي د اقتصادي پرمختګ سره سره په هر اړخیزو برخو کي پر ځان بسیا واوسي.
په غونډه کي هلمند والي الحاج مولوي عبدالرحمن مسلم کندوزي هلمند یو زراعتي ولایت په ګوته کړ او وې ویل چي هلمند اب هوا د زراعت او مالدارۍ لپاره خورا مناسبه ده:ده له تجارانو څخه غوښتنه وکړه چي په خپل هېواد کي پراخه پانګونه وکړي.
د یادوني وړ ده چي د نوي حکومت په راتګ سره په ټول هېواد کي دې ته ورته نوري فابریکې هم فعاله سوي دي چي خلک د مسؤلینو ددې فعالیتونو څخه تود هرکلی کوي.
تبصرې 0