د ننګرهار ولايت له رسنيز دفتره په خپاره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ننګرهار مرستیال والي مولوي سعيد احمد بنوري سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت پلاوي د سوداګرو د ستونزو حل او د سهولتونو رامنځته کولو په موخه وکتل.
په دې ليدنه کې د ترانزېټي چارو رييس محمد اله آغا بختيار په ننګرهار کې د سوداګرو د ستونزو د حل لپاره د يوې ځانګړې کمېټې د فعاليت پيلولو خبر ورکړ.
دغه کمېټه به د سوداګرو او موټر چلوونکو لپاره په تورخم او نورو اړوند سيمو کې سهولتونه رامنځته کړي او د ستونزو په حل کې به بېړني اقدامات ترسره کړي.
همدارنګه د کمېټې غړو ته به ورکشاپونه او روزنه ورکړي، ترڅو د همکارۍ په برخه کې خپلې دندې په ښه توګه ترسره کړي.
د ننګرهار مرستیال والي د صنعت او سوداګرۍ وزارت له پلاوي څخه مننه وکړه او د یادې کمېټې د روزنې او فعاليت په برخه کې يې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
په دې ليدنه کې د صنعت او سوداګرۍ رييس سید عبدالبصير پاچا، د کليو پراختيا او بيا رغونې رييس مولوي قسمت الله مبارز او نورو مسوولینو هم حضور درلود.
تبصرې 0