د پکتیکا ولایت مقام ویلي چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په مالي مرسته ګيان ولسوالۍ کې زلزلهځپلو ته د ۱۰۰۰ کورونو د جوړېدو چارې پیل شوې. د ولايت مقام د دفتر رییس محمد ابراهیم اغا ویلي، چې په يادو کورونو ټول پنځه مېليونه او ۸۰۰ زره امريکايي ډالر لګښت راځي.
نوموړي ویلي، چې هر کور دوه کوټې، يوه د پخلي خونه او یو تشناب لري چې جوړېدو لپاره يې، هرې کورنۍ ته ۵۸۰۰ امريکايي ډالر په نغدي ډول ورکړل شوي، څو خپل کورونه پرې جوړ کړي.
ګيان ولسوالي څه باندې دوه کاله وړاندې يوې زوروې زلزلې ولړزوله چې سلګونه کسانو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړ او ترڅنګ يې، په سلګونه د هستوګنې کورونه هم وېجاړ شوې دي. د يادو کورونو پر جوړېدو سره به تر ډېره بريده، د ګيان د اوسېدونکو د سرپناه ستونزه حل شي.
تبصرې 0