کورنیو چارو وزارت: افغان سرحدي ځواکونو د پاکستانيو ملېشو دوه پوستې له منځه وړې دي

118
د کتلو شمېره

د افغانستان له کورنيو چارو وزارت څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه راغلي چې تېره ورځ ناوخته افغان سرحدي ځواکونو د تورخم نښته کې له کرښې ها خوا د پاکستانيو ملېشو دوه پوستې له منځه وړې دي.
د یاد وزارت ویاند د دې نښتې لامل په اړه وايي، چې د تورخم په غورکي سیمه کې د فرضي کرښې په استقامت پاکستاني ځواکونو پر افغان سرحدي ځواکونو ډزې کړې وې، چې افغان ځواکونه متقابلو ډزو ته اړ شول.
نوموړی زیاتوي، پاکستاني لوري د ملکي خلکو کورونه هدف وګرځول، چې یوه مېرمن او دوه تنه ماشومان پکې وژل شوي دي.
بل لور ته د پاکستاني لوري د دوو پوستو له منځه تللو سربېره، پاکستاني عسکرو ته مرګ ژوبله هم اوښتې، چې د نښتې پر مهال د درې پاکستانيو عسکرو د وژلو او پنځو تنو د ژوبلېدو خبرونه ورکړل شوي وو.
کورنیو چارو وزارت هېوادوالو ته ډاډ ورکړی، چې امنیتي ځواکونه په هر ډول حالاتو کې له خپلې خاورې څخه د دفاع لپاره چمتو دي او د هر ډول ناروا حرکت ځواب په بالمثل ډول ورکوي.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي