د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د راګرځولو تخنیکي کمېسیون د پرېکړې پر بنسټ، د کابل ښار د ۲۲مې ناحیې اړوند بګرامیو سیمه کې ۵۵۰۰ متره مربع راګرځول شوې ځمکه، نن کابل ښاروالۍ ته وسپارل شوه.
د کابل ښاروالۍ د حقوقي چارو رئیس او د کابل ښار د غصب شویو ځمکو د راګرځولو تخنیکي کمېسیون غړي مولوي محمدالله منصور، د راګرځول شوې ځمکې په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې د کابل ښار د ۲۲مې ناحیې اړوند بګرامیو سیمه کې، له غصب څخه ۵۵۰۰ متره مربع راګرځول شوې ځمکه کابل ښاروالۍ ته وسپارل شوه.
هغه پر نورو غاصبانو غږ وکړ چې غصب شوې ځمکې چې بیت المال دی؛ اسلامي امارت ته دې تسلیم کړي چې پر مستحقینو یې بېرته ووېشل شي.
تبصرې 0