په کونړ کې د یوه سړک د جوړولو چارې پیل شوې

87
د کتلو شمېره

د اسعد اباد ښاروالۍ مسوولین د دغه ولایت په مرکز څلورمه ناحیه کې د څه باندې یو میلیون افغانیو په لګښت د یوه سړک د جوړېدو د چارو له پیل خبر ورکوي.
د کونړ مرستیال والي مولوي عبدالله حقـاني وویل، چې د مرکز اسعد آباد په څلورمه ناحیه کې د یو میلیون افغانیو په لګښت د ۲۰۰ مترو په اوږدوالي د یوه سړک په پاخه او اساسي ډول د جوړېدو چارې پیل شوې دي.
هغه زیاته کړه، چې په یاده پروژه کې د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته لنډمهاله د کار زمینه هم برابره شوې ده.
کونړیانو د دغه سړک د جوړېدو د پروژې له پیل څخه هرکلی کړی او له اسلامي امارت څخه یې غوښتي، چې دغه ولایت کې ورته نورې پروژې هم پلې کړي.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي