عبداللهیان ته د ا.ا غبرګون:دټولګډونه حکومت جوړېدل دافغانستان کورنۍ مسئله ده

169
د کتلو شمېره

اسلامي امارت د ایران د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو په غبرګون کې وايي چې د ټول‌ګډونه حکومت جوړېدل د افغانستان کورنۍ مسایله ده.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد یوځل بیا له هېوادونه غواړي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.
ښاغلي مجاهد  وویل:«له څو زاویو دا ثابتولای شوو زموږ نظام په هغه معنا دی چې غوښتنه یې کېږي؛ خو بیا هم په دې برخه کې پرمختګ ته اړتیا ده او موږ هڅه کوو چې پرمختګونه ولرو. نو په دې برخه کې باید ملګري او ګاونډي هېوادونو او نور هېوادونه باید لاسوهنه ونه‌کړي چې زموږ د خلکو پر ځای هغوی پرېکړه وکړي.»
له دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان ویلي و چې طالبانو د ټول‌ګډونه حکومت د جوړېدو ژمنه کړې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان ویلي:«افغانستان هغه وخت کولای شي چې د امنیت او ثبات په لار برابر شي چې د هېواد ټول قومونه د هېواد به ادارې او حکومت کې ونډه ولري. موږ به څرګنده طالب مشرانو ته ویلي، طالبان او پښتون قوم د افغانستان د واقعیت یوه برخه ده؛ خو د افغانستان ټول واقعیت نه دی.»
 نوموړی دغه راز په خپلو خبرو کې وایي چې طالبان داعش نه‌دي، بلکې د ننني افغانستان یوه برخه ده او د داعش پر وړاندې د اسلامي امارت د مبارزې په ستاینې سره زیاتوي، چې اسلامي امارت همدا اوس د داعش پر وړاندې جنګېږي.
په هېواد کې د ټول‌ګډونه حکومت جوړېدل هغه مسئله ده چې د نړۍ ډېرې هېوادونه یې په تړاو یوه خوله دي.
ورته مهال د سیاسي چارو شنوونکي په هېواد کې د وضعیت په ښه کولو کې د ایران رول اغېزناک ګڼي.
د اسټرالیا په لاټروب پوهنتون کې د افغانستان او سوېلي اسیا د چارو څېړونکی عباس فراسو وايي:«د ایران په ګډون د سیمې هېوادونه کولای شي چې په افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت د رامنځته کولو لپاره د بېلابېلو سیاسي ډلو لپاره د سیاسي فضا له رامنځته کولو سره د خبرو او ډپلماسۍ لپاره زمینه برابره کړي.» 
په هېواد کې د ټول‌ګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنې په داسې حال کې مطرح کېږي، چې تر دې وړاندې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي ویلي و، چې نړۍوالې ټولنې تر اوسه په افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت د جوړېدو لپاره واضح تعریف نه‌دی وړاندې کړی.
 

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي