د پنجشېر د برېښنا ریاست نږدې ۸ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي

210
د کتلو شمېره

د پنجشېر ولايت د برېښنا ریاست مسوولین د روان کال له پيل څخه تر اوسه د نږدې ۸ میلینو افغانیو د راټولو خبر ورکوي.
د دغه ولایت د برېښنا رييس انجنير شعيب نظري باختر آژانس ته وويل، چې دغه عوايد د روان کال د وري مياشتې څخه تر لړم مياشتې پورې د دوى رياست له خوا ۷ ميليونه ۸۶۷ زره ۵۵۴ افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته سپارل شوي دي.
هغه زیاته کړه چې هڅه کوي د پورونو په راټولولو او د برېښنايي خدمتونو د پراخولو سره خپل عوايد نور هم زيات کړي.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي