قوش تېپې کانال د کورنيو سيلانيانو پام ور اړولی

202
د کتلو شمېره

په دې وروستيو کې قوش تېپې کانال ته د سياحت او تفرېح لپاره د سیلانیانو ورتګ زیات شوی.
له کابل څخه تللي يو شمېر سيلانيان د ياد کانال په ليدو خوښي ښيي او وايي، چې پخوا يې د اوبو دغه ستر کانال پرخواله رسنیو ليدلى وو، خو اوس یې له نڔدې په ليدلو سره د زياتې خوشحالۍ احساس کوي.
د قوش تېپې کانال یو شمېر سيمه ايز مسوولين وايي، په دې وروستیو کې د دې کانال ښکلې فضاء او شنو روانو اوبو د ګڼ شمېر کورنيو سيلانيانو پام ځان ته ور اړولی دى.
دوی وایي، د جمعې په ورځو کې په زرګونه کسان له بېلابېلو ولایتونو څخه د تفریح لپاره ورځي.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي