د امریکا په تینیسي ایالت کې د توپان له امله ۶ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

319
د کتلو شمېره

د امریکا د تینیسي ایالت چارواکو خبر ورکړی دی، چې په دغه ایالت کې د شدید توپان له امله ۶ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۳ تنه نور ژوبل دي.
د چارواکو په خبره له سخت توپان وروسته په دغه ایالت کې د سیمو او لارو د پاکولو او د برېښنا د پرې شویو مزو د نښلولو چارې پیل شوې دي.
د راپورونو له مخې د توپان له امله یو شمېر ودانۍ زیانمنې شوې، موټرونه چپه شوي او د دې ترڅنګ په لسګونه زره خلکو باندې برېښنا پرې شوې ده.
د متحدو ایالتونو د هوا پېژندني ملي ادارې د شنبې په ورځ د توپان او بوړبوکیو په اړه خبرداری هم ورکړی و.
دوه کاله مخکې د امریکا د هوا پېژندنې ادارې په یو شمېر ایالتونو کې د ۴۱ بوړبوکیو د راوتو خبر ورکړی و، چې ۱۶ یې د تینیسي او اته نورې یې د کانټکي په ایالتونو کې وې.
په دغو پېښو کې ۸۱ کسان یوازې د کانټکي په ایالت کې مړه شوي وو.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي