اور وژونکی رباټ د اور وژونکو په پرتله ښه کار کوي

102
د کتلو شمېره

څېړونکو یو داسې اور وژونکی رباټ جوړ کړی چې د سانتي ګراد ۶۵۰ درجې تودوخې سره مقاومت کولای شي او په اسانۍ سره سوځېدلي ودانیو ته ننوځي.
ساینس پوهانو نوی رباټ چې ۹۰ زره ډالره لګښت لري، داسې جوړ کړی چې اور وژونکي وي او د خلکو د ژغورلو لپاره سوځېدلو ودانیو ته ننوتلی شي.
دمګړۍ، د اقلیم د بدلون له کبله په ځنګلونو کې اور لګېدنه زیاته شوې او په دې توګه د ژغورنې ماموریتونه د اور وژونکو لپاره ډېر خطرناک شوي دي.
بېلابېل شرکتونه او د ساینس پوهانو ټیمونو رباټونه رامینځته کړي چې کولی شي له اور وژونکو  کسانو څخه وړاندې د ودانۍ شرایط وګوري.
د Fireboat په نوم دا اور وژونکی رباټ نوې بېلګه به د ریموټ کنټرول له لارې څارل کیږي او د 650 درجو څخه پورته د تودوخې سره به مقاومت وکړي.
د مقایسې خبره که وشي اور وژونکی کولی شي د ځانګړو جامو په کارولو سره یوازې د 15 دقیقو لپاره پدې تودوخې کې ژوند وکړي، خو دغه رباټ تر دې زیات مقاومت لري.
جوړونکي شرکت په دې رباټ کې د بېسیم ټکنالوژۍ کارولې او ډیټا تر یو نیم کیلومتره واټن پورې رسیور یا ترلاسه کوونکې دستګاه ته لېږدولی شي.
له همدې کبله، د دې رباټ چلونکي کولی شي د نندارې او ځانګړي لوبې کنسول له لارې له لرې څخه د سوځیدلو ودانیو دننه د رباټونه حرکتونه وڅېړي او لارښوونه وکړي.
 د اور وژونکو برعکس، دا رباټونه د لوړ فعالیت سرعت لري او کولی شي د اور وژونکي په پرتله دوه چنده ګړندي وسایل او اکمالات وکاروي.
 

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي