واټساپ د چټونو د طبقه بندي لپاره په یوه ځانګړتیا کار کوي

98
د کتلو شمېره

همدارنګه، دا برنامه په چټونو کې د ځانګړي ایموجي پورې اړوند سټیکرونو ښودلو وړتیا باندې هم کار کوي.
واټساپ پالان لري چې د اپلیکیشن له لارې د چټونو فلټر کولو وړتیا باندې کار وکړي او د خپلو کاروونکو تجربه ښه کړي.
 سربیره پردې ، پدې پیغام رسولو پلیټ فارم کې ډیری نور کوچني بدلونونه هم اضافه شوي.
  د واټساپ بیټا انفو د  راپور له مخې ، د پروګرام په 2.23.14.17 اپډیټ سیسټمونو کې د واټساپ نوی فیچر لیدل شوی چې کاروونکو ته د خبرو اترو په لیست کې د فلټر بټن په ځای کولو سره د چټ فلټر کول اسانه کوي.
 په یو عکس کې ښکاري چې واټساپ د کاروونکو لپاره د چیټ سکرین په پورتنۍ برخه کې درې اختیارونه وړاندې کړي چې خپل چټونه د نه لوستل شوي پیغامونو، شخصي خبرو اترو او سوداګریزو خبرو پر بنسټ طبقه بندي کړي.
د دې په پام کې نیولو سره چې په واټساپ کې دا ځانګړتیا لاهم د پراختیا په حال کې ده، نیمګړتیاوې هم لري لکه په ګروپونو مې د چټونو لپاره د وقف شوي فلټر نشتوالی.
 د واټساپ ډیری کاروونکو لپاره د ګروپ چټونو اهمیت په پام کې نیولو سره، دا به ګټوره وي چې خبرو اترو ته د اسانه لاسرسي لپاره ځانګړی فلټر ولرئ.
د دې ځانګړتیا له چمتو کولو وروسته، واټساپ ممکن په راتلونکو نویو ماډلونو کې خپل پروګرام ته د ګروپ چټ فلټر اضافه کړي.
 له دې ځانګړتیا سربېره وټساپ د خپلو کاروونکو لپاره په یو بل کوچني ځانګړتیا هم کار کوي چې د ایموجي غوره کولو په وخت کې د هغې سټیکرونه هم د یو څرګند پینل لخوا ښکاره شي؛  دا ځانګړیتا له اوږدې مودې راهیسې په نورو اپلیکیشنونو لکه ټیلیګرام کې انسټاګرام کې شتون درلود ، خو اوس میټا پلان لري چې دا په خپل میسنجر  واټساپ خدماتو کې اضافه کړي.
 
 

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي